والستریت ژورنال: اسراییلو او عربي هیوادونه د ایران پرضد پر ګډ نظامي اقدام خبرې کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

والستریت ژورنال نشریې خبر ورکړی، چې د اشغالګرو نیواکګړ دولت او عربي هېوادونو د ایران پر وړاندې پر ګډ نظامي اقدام خبرې کړې دي.

والستريت ژورنال نشریې په یوه مطلب کې د امریکایي استخباراتي سرچینو له قوله ویلي چې اسراییلي او د ګڼو عربي هېوادونو نظامي چارواکو په مصر کې غونډه کړې ده او په دې غونډه کې یې پر داسې لارو چارو خبرې کړې چې له مخې یې پر د ایران د احتمالي بریدونو چمتوالی اسانه شي.

دوی همدا راز د ایران پر وړاندې پر نظامي یووالي هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ددې ګډ ګواښ پر وړاندې به له یو بل سره همکاري کوي.

د نشریې په خبره دا مذاکرات د امریکا تر نظارت لاندې ترسره شوي.

که څه هم ایران پر دې اقدام تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی؛ خو ایران ته په سیمه کې د اسراییلو د یو ضد دولت په سترګه کتل کیږي او بیا بیا یې په اسراییلو د بریدونو ګواښونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button