لومړۍ برخه
جبريل سعد
د يو چا لپاره كه وخت يو فرصت دی، ورپسې گړۍ كې بيا پر هغه يو ښه(رښتونی) عيني شاهد او بيا يې په وروستۍ گړۍ كې د خپلې مشاهدې پر بنسټ پرې تر ټولو عادل قاضي هم دی چې ورڅخه د فرصت په توگه اخيستي كار باندې يې پر سزا ورسوي او يا هم د ستاينې په دود يې لوړ وخېږوي، دغه قاضي له خپلې شاهدۍ پرته آن د نور څه/چا په شاهدۍ هم قضاوت نكوي، د وخت دغه(تېز ياهم ورو)گامونه يو په بل پسې په همدې ترتيب هم وي ترڅو درېيم يې له دوهمه جلا او وروسته وپېژندل شي، كه څوك يې د فرصت په توگه كارولو پسې لوړ ختلی مالوم شي؛ دا چې له دې وړاندې وخت د شاهدۍ گام نه دی پورته كړی او دا ډول رښتونې شاهدۍ پټې هم نشي پاتې كېدای، نو همدغه يې د شاهدۍ گام دی او د ښكاره ياهم پټ قضاوت يې انتظار پكار دی. پر لوټمارۍ سړی د سزا وړ گرځي، نو كوم وخت چې يې فرصت گڼل شوی؛ همغه پرې په دوهم گام كې شاهد وي او موخې ته رسېدل(چې كله خو همدلته له نوبت وړاندې د لوړ ختلو په بڼه وي او د شاهدۍ كروالی ښيي)يا وركې پړ راتلل يې هم را برسېره كوي، خو وروسته يې د قاضي په توگه خامخا د حساب مېز ته را كشوي.
د والسټريټ ژورنال پر وركړي وروستي راپور تكراري نه غږېږو، د هېواد په يو دغسې كورنيو او بهرنيو شرائطو كې له دومره مهم نړيوال درك څخه د ياد راپور خپرېدو موخه پېژندل هم ستونزمن دي، پر دې يې هم پړه نه گڼو چې ولې يې په راپور كې ټول لوټماران نه دي ځای كړي-د ځينو په اړه پوره څېړنې نه دي كړې-پر بانكې نغدو حسابونو يې بحث نه دی كړی او كره والی خو يې هسې هم راته مالوم دی چې دغه حيف وميل او لوټمارۍ زموږ/د بېوزله ولس د خولې پر گوله گډه شوې او د مرسته كونكو سازمانونو، هېوادونو او څېړنيزو ارگانونو د سترگو پر وړاندې ترسره شوې. د خپل نېك برداشت او انگېرنې له مخې يې د ور كړي راپور په اړه د ژورناليزم اصولو ته پر ژمنتيا ښودلو(د پرديپالوڅېرو بربنډولو او نړۍ ته ښودلو)او په ځانگړې د راپور اړوند د ورځپاڼې پر ټينگ باور له هغې مننه كوو چې د ډېر نور ترڅنگ يې د تېر رژيم چارواكو د لوټماريو پر موضوع د تبصرې يوه غوره سوژه او ورسره ښه فرصت هم پر لاس راكړ. كه له ياد راپور څخه په اخيستنې يې له بېلابېلو زاويو د ارزونې هڅه وشي؛ په جلا جلا گټگوريو كې د هېواد، ولس او بيا اوسني نظام پر ټولو برخو د هغه وخت، را وروسته او تر ډېره پاتې منفي اغېز او دلته په عام ډول پنځولو ناخوالو د رښتوني، كره او ستر لامل په توگه همدغه لوټمارۍ پېژندلای شو چې بيا يې د ياد اغېز او پنځولو ناخوالو په له منځه وړلو كې لارې چارې هم درك كړو.
والسټريټ ژورنال ياد كړي لوټمار چې ځينې غربي رسنۍ يې اوس كله ناكله په بهر كې د افغان سياستوالو پر جالب نوم يادوي؛ كه له پخوانيو كړنو او څرگندونو يې يواځي يوه يوه را واخلو او له هېواد څخه له تيښتې وروسته او بيا اوسنيو يواځي يوې يوې كړنې او څرگندونې سره يې پرتله كړو؛ ډېر څه ترې پر لاس راځي او هغه چې ورځپاڼې نه دي ياد كړي؛ هم ترې په پرتليزه اخيستنه مالومېږي، خو اوس د دې وخت نه دی چې تېرې كړنې او څرگندونې بيا را يادې كړلې شي. البته حمدالله محب به چې ويل: كه طالبان ارگ ته ننوزي؛ زموږ پر سينو به تېرېږي، خو بيا ارگ ته د طالبانو له ننوتو مخكي مخكي يې آن د شا لمنه هم له طالبانو وژغورله، وروسته يې د خپل رژيم د سقوط لامل پراخ اداري فساد ښودلو، ورپسې يې د دغه لامل او لوټماريو برخه جوړېدو له امله له افغان ولس څخه بښنه غوښتلو او اوس د امريكا د املاكي شركتونو پر استيناد والسټريټ ژورنال يې د همغه فساد او لوټماريو له لارې ترلاسه كړيو شتمنيو څخه پردې پورته كولو د لوټمارو د همغه او را وروسته وختونو پټو موخو او ښكاره پلمو ترمنځ د رامنځته كړي پېچلي ربط بشپړه لړۍ په ډاگه كوي چې په څرگنده يې هيڅ ربط نه سره لاره او جوتوي چې د خپل ولس او ځواكونو دوه لوريزو لسگونه زره وژنو او بلا قربانيو موخه او پر دغې لوړې بيې پېرلي توكي هم همدغه شتمنۍ وې.
دوی چې دومره ډاډه او مورال يې تر دې كچې لوړ و آن په بېلابېلو پلمو يې مورال ځپلو ځواكونو ته هم ترې د انرژي ور وېشلو هڅې كولې، په دومره سختو شرائطو كې يې دومره زيات بدې اخيستيو هغو پر ژوند لوبې كولې او بيا اوس هم يواځي د ژبې پر سر ترې بښنې غواړي ترڅو لږ تر لږه خپل بايللی باور پرې وژغوري؛ راز يې هماغه بهرنی ملاتړ، بهرني تابعيتونه او د لوټمارۍ له لارې د همداسي ورځو لپاره تيارې كړې بهرنۍ شتمنۍ وې چې مورال ځپلو او غوليدليو ځواكونو او منسوبينو يې نه لرل، نه يې ښايي د لوټمارو له لوري د پام بل خوا اړونې له وجې ورته پام شوي وي او نه هم دغه لوټمار له ځان پرته د دوی غم اخيستي و، خو د هغه مهال گوسفندي خلك پر هيڅ نه بيدارېدل او هر لوټمار يې پر ژوند او د تن هډوكو پوري تړليو هرڅه باندې په تكوسپينو سترگو همدا رشخند/پسخند واهه او لوبې يې پرې كولې چې آن له ځانه وړاندې او وروسته يې د نړۍ گوټ گوټ ته په تېښتو ستړي، په پرديو يې بې آبه او د نه زغمونكو ستونزو كومې ته يې ور كړل چې اوس اسلامي امارت د ارتباط او اړيكو كمېسيو ورته را منځته كړی او له نېكه مرغه د تېر رژيم د دوهم پوړ ډېر چارواكي يې هېواد ته راستانه كړي او لاهم د راستنېدو په حال كې دي چې په پراخه نړۍ كې له بې اسرېتوبه خلاص او په خپل كور هېواد كې له خپلو اولادونو سره د خوښې، سوكالۍ او ارامۍ ژوندي وكړي…نور بيا.
















