ملا نورالدين ترابي: مرستندويه بنسټونه دې له افغاني سرې مياشتې سره په همغږۍ پر زلزله ځپلو خپلې مرستې وويشي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي له ملي او نړيوالو خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د پکتيکا او خوست ولايتونو پر زلزله ځپلو دې خپلې مرستې د افغاني سرې مياشتې له لارې او له دغې ادارې سره په همغږۍ پر هغوی وويشي.
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي نن سهار په کابل کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې دوى له بېلابېلو ولايتونو څخه ٥٥ ټيمونه د سروې لپاره د پکتيکا او خوست ولايتونو ته استولي دي چې زيانمنې شوي کورنۍ په دقيق ډول وپيژندل شي او د مرستو په بهير کې د ناوړې استفادې او فساد مخه ونيول شي.
نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه پورې يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هېوادونو او يو شمېر خيريه موسسو د پکتيکا او خوست په ولايتونو کې د زلزله ځپلو لپاره خپلې مرستې ليږلي دي؛ خو د زلزله ځپلو لپاره د کورونو، کلينيکونو او ښوونځيو جوړولو ته اړتيا لري.
هغه وويل، چې يو شمېر مرستندويه بنسټونو او خيرغوښتونکو کسانو له زلزله ځپلو سره د کور د وسايلو او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
ترابي وويل، له ټولو ملي او نړيوالو مرستندويو موسسو او خير غوښتونکو کسانو وغوښتل، چې د هغو کورنيو د اړتياوو پوره کولو لپاره چې د دغې ادارې له خوا سروې شوې دي نغدي مرسته وکړي.
د ترابي په خبره، په زلزله ځپلو سيمو کې د ټپيانو د درملنې لپاره ګرځنده کلينيکونه جوړ شوي دي او د افغاني سرې مياشتې د ټيمونو له خوا د دغو سيمو له ارزونې او څيړنې وروسته دايمي کلينيکونه هم په دغو سيمو کې جوړيږي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د ملي او نړيوالو موسسو مرستې د افغاني سرې مېاشتې ټولنې له لارې په شفاف او عادلانه ډول پر زيانمنو شويو کورنيو ويشل کيږي او د هر راز فساد او بې عدالتۍ مخه به ونيول شي.
د يادونې وړ ده چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له مرګانۍ زلزلې وروسته چې له امله يې څه ناڅه ١٢٠٠ تنه ووژل شول او څه د پاسه دوه زره تنه نور ټپيان شول، يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هېوادونو او ملي او نړيوالو مرستندويو موسسو خپلې مرستې زلزله ځپلو سيمو ته ليږلي دي او يو شمېر نورو هېوادونو او مرستندويو سازمانونو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو له کورنيو او له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
په همدې حال کې د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنه وايي لازمه ده چې له زلزله ځپلو سره ملي او نړيوالې مرستې د دغې ادارې سره په همغږۍ وويشل شي، چې له يوې خوا دغه مرستې د زيانمنو شويو کورنيو په واک کې ورکړل شي او له بله پلوه د مرستو د ويشلو په بهير کې د فساد او د ناوړې استفادې مخه ونيول شي.



