کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
امريکا کې د اورګاډي د ټکر او چپه کېدو له کبله درې تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
پېښه په “ميزوري” ايالت کې شوې او ويل شوي چې چپه شوی اورګاډی له لاس انجلس ښاره شيکاګو ته روان و.
د یاد ايالت د لويو لارو د ادارې وياند “جسټن ډون” رسنيو ته ويلي چې اورګاډی لومړی د فاضله موادو د تخليې له يوه ټانکر سره لګېدلی او وروسته يې د اتو کانتینرونو له ډلې اووه چپه شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې پېښې وړاندې په “کليفورنيا” ايالت کې يو بل اورګاډي هم له يوه مساپر وړونکي موټر سره ټکر کړی و چې له کبله يې درې تنه وژل شوي وو.


















