کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د اوکرایین “کرېمېنچوک” ښار کې پر یوه پلورنځي د روسیې هوایي بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې.
اوکرایني چارواکي وایي، چې بریدونه پر یوه پلورنځي شوي چې په پایله کې یې ۱۶ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي.
د اوکراین ولسمشر “زیلېنسکي” دغه برید د اروپا په تاریخ کې له ډېرو وحشیانه او ترهګریزو کړنو یوه بللې ده.
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هیوادونو “جي-۷” مشرانو چې په جرمني کې راټول شوي دا برید غندلی او په خبره یې پوتین د هټلر پر پلونو روان دی.
باید وویل شي چې روسیې تر دې دمه د دغو هوایي بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې پر ملکیانو د بریدونو ادعاوې رد کړې دي.


















