واشنګټن پوسټ: امریکا او افغان لوري د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو کار پيل کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورنو له مخې، امریکا او افغان لوري د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو کار پيل کړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د باوري سرچینو په حواله لیکلي، چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوي حکومت پر يوې داسې ډاډه تګلارې او میکانیزم کار کوي چې څنګه وکولای شي د يادو پيسو يوه برخه ازاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.

سرچينې ويلې، امريکا په دې لټه کې ده چې څرنګه دغه پيسې د افغان اولس لپاره وکارول شي، خو د افغانستان نوی حکومت ورته لاسرسی پيدا نه کړي.

امريکا وايي، د دې پيسو څخه يې هدف عامو افغانانو ته د بشري مرستو رسول دي.

امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزي بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصي سکتور شتمني ګڼل کېږي.

يوه اوونۍ مخکې ‏جو بايډن د امريکا مرسته رسوونکو ادارو ته امر وکړ، چې افغانستان کې زلزله ځپليو ته د مرستو رسولو لارې چارې و ارزوي.

مربوطه مطالب

Back to top button