ولسمشر پوتین: له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراخولو هڅه کې یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د روسیې ولسمشر “ویلادیمیرپوتین” په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د “اسلامي امارت” په مشرۍ له نوي افغان حکومت سره د اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین دغه څرګندونې تاجکستان کې له خپل تاجک سیال “امام علي رحمان” سره د لیدنې پر مهال کړې دي او په خبره یې چې په سیمه کې د ثبات د ساتلو لپاره اسلامي امارت سره تعامل ضروري دی.

د پوتین په دغه راز ویلي چې دواړه هیوادونه د افغانستان په تړاو ګډې اندېښنه لري خو هڅه کوي له نوي حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د نوموړي په خبره له نوي حکومت سره د دوی پر اړیکو سخت کار روان دی او تر څنګ یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

پوتین وایي چې په افغانستان کې د ټولو قومونو له ګډون جوړ شوی حکومت به دایمي ثبات تضمین کړي. تاجکستان د روسیې لپاره مهم هېواد دی چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او دمګړی د روسیې یوه ستره نظامي اډه هم په دغه هېواد کې فعاله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button