کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین “شیخ هبة الله اخندزاده” نن په کابل کې د علماوو په لویه غونډه “جرګه” کې د وینا پر مهال وویل، چې پر افغانستان د نړیوالو د فرمایشونو د منلو وخت تېر شوی دی.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د اسلامي نړۍ په واکمنانو هم نیوکې کړې دي او په خبره یې د مسلمانو هېوادونو اوسني واکداران یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي او د “اسلامي امت” هیلې ورڅخه هېرې شوې دي.
شیخ هبة الله ومنله، چې اسلامي امارت لا هم له یو ډول تقابل سره مخ دی، ځکه نور خپلې غوښتنې تحمیلول غواړي خو اسلامي امارت خپل اهداف څاري.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې نړۍ دې د افغانستان په چارو کې د مداخلې هڅې نه کوي موږ مستقل یو او د هیچا فرمایشونه نه منو. د نوموړي د وینا په یوه برخه کې راغلي: موږ داسي ملت يو چي شهادت مو ارمان دی، امريکايانو خو اوس په افغانستان کي د بمونو مور استعمال کړه چي اټوم بم هم استعمال کړي موږ د الله تعالی له لارې څخه نه اوړو او نه د دوی کفري فرمايشات منلی شو.:
شیخ هبة الله دغه راز په خپلو خبرو کې وویل هېواد کې عمومي عفوه د دې ثبوت دی چې د هېڅ افغان وژل یې هدف نه دی. د ده په خبره که د حکومت په منځ کې امنیت نه وي په هغه کې به فساد، رشوت، غلا او نورې ناوړه کړنې موجودې وي چې دا ډول حکومت بیا د خلکو په کټه نه دی، دغه راز د حکومت په بدنه کې امنیت او د سولې او ثبات لپاره د فساد پرېښودل اړین دي.
شیخ هبة الله وویل په اسلامي نظام کې اصل دادی چې خپل خواهشات به پریږدئ او ځان به مکمل د شریعت تابع کوئ، که خدای مکړه خپل ځانونه پر شریعت برابر نه کړو؛ نو دا بیا درواغ او ناممکنه ده، چې نور خلک پر شریعت برابر کړو.
باید وویل شي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له ولکې نیږدې لس میاشتې تیریږي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله صاحب کابل ته راځي او په دومره لویه غونډه کې ګډون او وینا کوي.

















