امريکا د افغانستان کنګل شويو پيسو څخه ۳.۵ ميليارده ډالر «د افغانستان مرکزي بانک» ته ورکوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې متحده ايالاتو په دې خبرې کړي، څو د افغانستان د کنګل شويو پيسو درېمه برخه يې د افغانستان مرکزي بانک وسپاري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې راغلي، چې دا پريکړه وروسته له هغه وشوه چې دا پريکړه وروسته له هغې کېږي چې امريکا او طالبانو په دوحه کې د يادو پيسو په اړه بحثونه وکړل.

امريکا وايي، دا کار د افغان اولس د ګټې په موخه ترسره کوي چې ورسره به د افغانستان په مرکزي بانک د نړيوالو باور هم پيدا شي.

امريکا د افغانستان تر نهه ميليارده ډالره وروسته تر هغې کنګل اعلان کړل چې بشپړ افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد.

مربوطه مطالب

Back to top button