اسلامي_عدل_قوانین
نجيب الله عادل
يؤ بوډا يې ووليد چې ډبرې يې وړلې نیزدې ورغی، ويل: ته خو بوډا يې، ولې دا سخت کار کوې؟ بوډا وويل: زۀ يهودي يم پر ما جِزيه ده زۀ بايد کار وکړم سمدستي يې حکم وکړ چې د بوډاګانو څخه جزيه مۀ اخلئ او مياشت پۀ مياشت به معاش هم ورکوئ.
دې ته وايي د جزيې قانون!!!
يو سړي پۀ چپ لاس خوراک کاوۀ درې ځل يې ور غږ کړ ، د اللّٰه بنده پۀ ښي لاس خوراک کوه هغۀ عذر وړاندې کړ کله چې خبر شو لاس يې فلج دی نو خادم يې ورکړ، تر څو کارونه ورته وکړي.
دې ته وايي د معلولينو او معيوبينو قانون!!!
د مدينې پۀ بازار کې يې د ورور قاتل ووليد خبر شو چې اوس يې ايمان راوړی دی غوصه يې وزغمله تر دې د هغه سړي خبرې يې هم وزغملې، واک هم ورسره ؤ خو څۀ يې ورته ونۀ ويل
دې ته وايي د ازادۍ حريت او ژوند قانون!!!
د مدينې پۀ کوڅه کې يوې زړې بوډۍ ودراوۀ خبرې ورته وکړې او غلی ورته ولاړ ؤ هغې ورته سختې خبرې کولې او دۀ ورته ژړل
دې ته وايي د اظھار د آزادﺉ قانون!!!
د شپې به نۀ ويدۀ کېدۀ پۀ کوڅو کې به ګرځېدۀ چې وولس يې ډاډه دی او کۀ نۀ؟ وږی دی او کۀ موړ؟ خلک د خليفه نه خوشاله دی او کۀ ناراضه؟
دې ته وايي د رعيت د خبرچارۍ قانون!!!
د مدينې پۀ دښتو کې به يې خپله د بيت المال په اوښانو پسې منډې وهلې او تر خپل ځای يې رسؤل، ویل زه د بیت المال مسٸول یم پوښتنه به یې هم زما څخه کیږي
دې ته وايي د (بیت المال) ملي بودیجې د ساتلو قانون!!!
د شپې ګرځیده چې د يوې ښځې فریاد یې د شعر په بڼه واورېدۀ چې مسافر خاوند يې پکې ياداوۀ، سهار یې فرمان جاري کړ: نارینه بايد د څلور مياشتو نه اوږده مسافري ونکړي.
دې ته وايي د ښځو حقوق!!!
د غلام په شتون کې یې د یوې کونډي کور ته د اوړو بوجۍ پخپله شا باندي پخپله یووړه، بیایې ورته وویل ماته معافې وکړه کنې هلاک به شم
دې ته وايي د مساکینو حقوق!!!
هغه تقواداره پیغله يې خپل ځوی ته په نکاح کړه چې پۀ شېدو کې يې د اوبو نۀ اچولو پۀ سر د خپلې مور سره بحث کاوه، د دې پېغلې صفت يې وکړ او ننګور يې کړه.
دې ته وايي د ټولنې د کيفيت څارنې قانون!!!
خلک یې راجمع کړل ویل: شاهدان ووسٸ که چیرې د دجلې دریاب پۀ غاړه سپٸ له لوږې مړ شي پوښتنه به یې له ما څخه کیږي
دې ته وايي د عدل او انصاف قانون!!!
تاریخ دغه عادل حکمران او عظیم شخصیت موږ ته د “عمر بن خطاب” رضي اللّٰه عنه په نوم را پیژنې. منقول
(نجیب اللّٰه عادل)

















