کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي چې د یاد هیواد د “طرطوس” ولایت په جنوب حمیدیه ښار ګوټي باندې اسراییلي اشغالګرو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوریې د وسله والو ځواکونو د قومندانۍ ویاند دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې برید نن د شنبې په سهار وختي د لبنان د طرابلس په لویدیځ کې د مدیترانې له سمندرګي څخه د اسراییلي اشغالګرو له یوې جنګي بیړۍ څخه ترسره شوی دی چې د حمدیه ښار اړوند د استوګنې څو سیمې یې پکې په نښه شوي او ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.
که څه هم تر اوسه په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله دقیق ارقام نه دي خپاره شوي خو دا لومړی ځل نه دی چې اسراییلي اشغالګر د سوریې په خاوره هوایي بریدونه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم په سلګونو ځله سوریه کې پوځي او ملکي اهداف په نښه کړي دي.
















