ایران سعودي کې د خپل سفارت پرانیستلو ته لیوالتیا ښودلی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د ایران اسلامي جمهوریت په سعودې عربستان کې د خپل سفارت پرانیستلو ته لیوالتیا ښودلی ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “امیر عبداللهیان” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، عربستان د عراق د لومړي وزیر په لاس ورته پیغام استولی چې له دوی سره اړیکې عادي کوي او ایران کولی شي خپل سفارت په عربستان کې پرانیزي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي دوی له دې پیغام هرکلی کوي او له سعودي عربستان سره د اړیکو ښه کولو ته لیوالتیا لري.

باید وویل شي چې، د عربستان او ایران ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې دي او دواړه هېوادونه یو بل د خپل مخالفینو په ملاتړ تورنوي او په یمن کې هم دواړه هېوادونه په نیابتي جګړه کې سره ښکېل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button