امريکا: افغانستان بېرته د «فولبرايټ سکالرشيپونو» پروګرام کې شاملوو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان بېرته د «فولبرايټ سکالرشيپونو» سکالرشيپونو په پروګرام کې شاملوي.
افغانستان تېر کال وروسته له تحول څخه له فولبرايټ سکالرشيپونو له پروګرام څخه وايستل شو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند رسنيو ته ويلي، که څه هم تر اوسه سيمه کې وضعيت بدل شوی نه دی، خو دا مهال پر يوه داسې پلان کار روان دی چې افغان ځوانان بېرته د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال لپاره د فولبرايټ سکالرشيپونو په پروګرام کې شامل کړل شي.
بايد وويل شي،چې د دغه پروګرام پر بنسټ هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۴۰۰۰ ځوانان د امريکا معتبرو پوهنتونونو ته جذبيږي او دغه راز امريکايي ځوانان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول کيږي.
د يادونې ده، چې له ۲۰۰۳ کال راهيسې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۹۵۰ افغان ځوانان د دغه پروګرام له لارې د زده کړو لپاره امريکا ته استول شوي دي.



