کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د پاکستان د “بلوچستان” ایالت د ژوب اړوند شيراني ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښه کې شاوخوا ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو ويلي چې له پلازمینې اسلام اباد څخه کوټې ته روان يو مساپر وړونکی موټر په “دانه غږ” سيمه کې ژورې کندې ته لوېدلی چې په پایله کې يې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
کندې ته د موټر د لويدو لامل تېز باران ښودل شوی دی.
باید وویل شي چې تېره مياشت د بلوچستان په قلعه سيف الله کې هم يو مساپر وړونکی موټر کندې ته لويدلی و چې له امله يې تر ۲۰ ډير مساپر وژل شوي وو.

















