د بریتانیا سیاسي کرکړیچ؛ پوتین وایي جانسون د خبرو سړی نه و او د خپل عمل ښکار شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې په بریتانیا کې تر سیاسي کړکیچ او د لومړي وزیر “بوریس جانسون” تر استعفا وروسته نړیوال غبرګونونه دوام لري د روسیې ولسمشر “پوتین وایي جانسون د خبرو سړی نه و، اوکراین کې یې د جګړې پر اور تیل پاشل او د خپلو ناوړه کړنو سزا یې ولیدله.

د پوتین په خبره د جانسن رښتیا هم موږ خوښ نه وو او زموږ دی خوښ نه و.

پوتین زیاتوي: د بریتانیا نوي قیادت سره مذاکراتو ته هیله من دي خو که د جانس تګلاره یې تعیقب کړه د ټولو لپاره به بده خبره وي.

خو د اوکراین لهجه بیا برعکس ده. د اې ایف پي د خبر له مخې ولسمشر زېلنسکي د جانسن په استعفا خواشینې ښودلې ده او د اوکراین د فضیې په اړه یې د هغه د ملاتړ مننه کړې ده.

باید وویل شي، چې د اوکراین کړکېچ له پیل راهیسې د دواړو مشرانو تر منځ اړیکې خورا تاوده و او جانس بیا بیا کېیف ته سفرونه وکړل او اوکراین سره یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو ژمنه کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button