کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، قطر هېواد د اسلامي امارت په غوښتنه په دغې هېواد کې بندي افغانان خوشې کوي.
د افغانستان د اقتصادي معاونيت خاص سکرتر عبدالله عزام وايي؛ کله چې د مۍ میاشتې په ۱۶ ښاغلي ملا برادر اخند متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ، هلته یې د اماراتو له مسئولینو غوښتنه کړې وه، چې له دوی سره څومره افغانان بندیان دي هغوی دې خوشې کړي.
د عزام په وينا، هغوی هم ژمنه کړې وه او پر دې پروسه یې کار پیل کړی و چې ټاکلې وه «د هغو افغان بندیانو له جملې څخه 75 تنه نن په یوه چارټر الوتکه کې را انتقال او په کابل کې یې ا.ا ته وسپاري.»
خو په خبره يې دغه کار د یو عارض له امله معطل شو او له اختر سمدستي وروسته به ترسره او یاد بندیان به چې د دوسیو ټولې چارې یې بشپړې شوي دي، افغانستان ته را انتقال کړل شي.


















