کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د امريکا په لاس د جوړ شوي جمهوري حکومت مخکيني مشر حامد کرزي د افغانستان له نوي سرپرست حکومت غوښتي چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم ژر بېرته پرانيځي.
کرزي دغه غوښتنه د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې کړې ده.
نوموړي په ياد پيغام کې هېوادوالو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ ويلي، چې «د هرې ټولنې ترقي او سوکالي د هغې ټولنې د وگړو په پوهې، علم او زیار پورې مستقیماً تړلې ده.
افغانستان هم له دې قاعدې مستثناء نه دی.نو موږ هم د خپل دردېدلي هېواد او خلکو د نجات او پر خپلو پښو د درېدلو لپاره، په هره برخه کې روزل شویو او تعلیم یافته ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته اړتیا لرو».
د کرزي د رسمي فسبوک پاڼې له لوري په خپاره کړي پيغام کې راغلي، چې پر اسلامي سرپرست حکومت ږغ کوم چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو ترڅنګ له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي.


















