کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ چونګاښ، ۱۴۰۱ل)
د چاپان پخوانی لومړی وزیر “شینزو ابې” چې نن په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی و، په روغتون کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړی ده.
د جاپاني رسنیو د خبر له مخې، شینزو ابې نن د دغه هېواد لوېدیځ نارا کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یوه وسلهوال له لوري په ډزو ویشتل شوی و.
که څه هم تر اوسه د برید انګیزه نه ده مالومه خو؛ پولیس وایي په اړه یې پلټنه کوي.


















