سعودي اسراییلي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دغه هېواد هوایي حریم وکاروي
کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د سفر سره سم سعودي عربستان اسراییلي الوتکو ته اجازه ورکړې، چې د دغه هېواد هوایي حریم وکاروي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ټولو بار وړونکو الوتکو لپاره چې د دغې ادارې شرایط [اړتیاوې] پوره کوي، د سعودي د هوايي حریم د پرانیستلو اجازه ورکوي.
سعودي عربستان تردې مخکې دغو الوتنو ته اجازه نه ورکوله.
خو نړۍوالو رسنيو لوکلي، چې په دې تازه پرېکړه کې اسراییلي الوتکو ته هم د سعودي د هوايي حريم د کارولو اجازه ورکړل شوې ده.
د سعودي له دغه اعلان وروسته د امریکا د ولسمشر جو بایډن الوتکه له اسراییل څخه نیغ په نیغه ریاض ته ورسېده. بایډن ویلي چې هغه د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې نیغ په نیغه له اسراییل څخه سعودي ته سفر کوي.

















