موټر چلوونکي: نړیوال بازار کې د تېلو بيه ښکته شوه، افغانستان کې دې هم ښکته شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په کابل او يو شمېر ښارونو کې موټر چلوونکي وايي، چې په نړيوال بازار کې د تېلو بيې راښکته شوي، بايد په افغانستان کې هم راټيټي شي.
دوي وايي، په نړیوال بازار کې د تیلو بیې ۳۰ سلنه ټیټې شوې، خو افغانستان کې لا هم پر خپل ځای دي او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په نړیوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیه د ۱۲۰ ډالرو څخه ۹۰ ډالرو ته راښکته شوې ده.
د سوداګرۍ خونۍ مسوولین او موټر چلوونکي وايي، چې د اوسني نرخ په اساس باید په افغانستان کې د یوه لیټر تیلو بیه ۶۰ افغانۍ وي.
د موټرو خاوندانو له چارواکو څخه د تیلو د بیو د کنټرول په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
کابل ښار د غزني د لين يو موټر چلوونکی احمد ګل وايي، خلک غريب دي او د زياتې کرايې وس نه لري، اوس چې په نړيوال بازار کې تېلو نرخونه ټيټ شوي، پکار ده چې تجاران هم تېل په ټیټ نرخ راوارد کړي، ترڅو خلک د کرايو د ورکړې له توان ووځي.
تردې مخکې د افغانستان د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت ويلي و، چې د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري. معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل ارتکاب کوي.



