افغانستان بانک ۱۲ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک نن د ‏۱۴۴۳ ذوالحجه ۱۷ مه – په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجه د میاشتې په ۱۸ نېټه (۱۴۰۱/۰۴/۲۶) د یک شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول وپلوري.

خبرپاڼه کې زياتوي، چې ‏د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک وايي، د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

بانک زياته کړې، چې ‏د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button