سه شنبه, اگست 9, 2022
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

په بيت الله شريف كې د استعمال شوې مرمرو “رخامو” حیرانونکي قیصه

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
جولای 16, 2022
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات
0
17
ځلې شریک شوی
208
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

هغه ۳۵ ستر علماء چې زيات شمېر کتابونه يې په ميراث پريښي دي

د دکانداري اخلاق

‏حدیث او کیسه

د بیت الله شریف په مطاف او مسجد نبوي شریف کې چې کوم مرمر “رخام” استعمال شوې دی، دغه مرمر د” تاسوس” په نامه یادیږي، او د یونان هیواد په اثینا ولایت کې د یو غره څخه بیت الله شریف ته راوړل شوې دی.

دغه مرمر کوم عادي رخام نه دي، بل کې ډیر نادر او مهم خواص لري، په شدید لمر کې هم ډیر نه ګرمیږی، د شپي لخوا رطوبت جذبوي، او هر کله چې پرې د لمر وړانګې ولږیږي، د شپي لخوا یی چې کوم رطوبت جذب کړې وي بېرته یی خارجوي، له همدې امله ځکه خو په شديد لمر کې هم يخ وي، ډیر خلک داسی ګومان کوي، که د دې مرمرو لاندی به اوبه وي.

اصلي او هغه عجیبه قیصه خو دا لاندي ده، په دې هېله چې زړه مو ورته تنګ نه شي، او تر پایه یی ولولئ، چې زه یی په لېکلو تنګ نه شوم، تاسو خو یی باید په لوستلو هیڅ تنګ نه شي.

د سعودي پاچا ملک فهد بن عبدالعزیز آل سعود، د وخت مشهور مصري مهندس دكتور محمد کمال اسماعیل نه غوښتنه وکړه چې د بیت الله شریف، او مسجد نبوي شریف د پراخولو (غټولو) نقشه جوړه کړه، چې اوس وخت کې د ” توسعة ملک فهد په نامه یادیږي” .

مصري مهندس محمد کمال وایی: کله چې مي بیت الله شریف نقشه اماده کړه، ما وغوښتل چې د بیت الله شریف پر ځمکه “مطاف” کې تر ټولو قیمته او ډیر أعلی د یونان هېواد ” تاسوس” رخام ولګوم.

پنځلس کلونه وروسته چې ملک فهد رحمه الله د یادو مرمرو د عجیب ځانګړتیاوو، کمالاتو او اهمیت څخه خبر شو.

راته یی امر وکړو چې دغه مرمر مدینه منوره کې مسجد نبوي ته هم ضرور راوړه، مصري مهندس وایی: په ډیره عجله مې د طیاري ټیکټ واخیسته او یونان ته لاړم.

د “تاسوس” مرمرو شرکت رئیس ته ورغلم، او ورته مې وویل: تاسوس مرمر مې ډیر ضرور په کار دی، جواب کې یی راته وویل: دغه مرمر په لږه اندازه وه، او پخوا خرڅ شوې دی.

مصري عالم وایی ما ورته وویل: موږ چې څو کاله مخکې د بیت الله شریف لپاره سودا وکړه، د هغې نه وروسته یوه اندازه مرمر پاتې و، هغه کوم سوداګر اخیستي دی.

جواب کې راته دشرکت رئیس وویل: کلونه تېر شوې دی آرشیف ته ورشه که امکان و، د مرمرو اخیستونکی په اړه به درته مالومات درکړې.

مصري مهندس وایی: ارشیف ته چې ورغلم یو جیني ناسته وه، ورته مې وویل: کلونه وړاندې ستاسو څخه کوم سوداګر د تاسوس مرمرو سودا کړې ده، دا سوداګر به څوک یی، مالومات یی راکړه، د ارشیف مسؤولې جیني جواب کې راته وویل: دا ډیره زړه معامله ده، موبایل شمیره دې راته پریږده، که چیرته مې ارشیف کې د مرمرو اخیستونکی سوداګر مالومات پيداکړه، بیا به درسره اړیکه ونېسم.

  مصري مهندس وایی: په ډیر خپګان او مایوسه د شرکت نه راووتلم، هوټل ته راغلم، سبا ماښام راته د ارشیف مسؤولې زنګ ووهه، چې راشه تاسوس مرمر چې کوم سوداګر اخیستی دی، هغې په اړه مې درته مالومات پیداکړه.

مصري مهندس وایی: چې ورغلم مالومات یی راکړه، یاد تاسوس مرمر د سعودي عربستان یو سوداګر وه، هغې اخیستي وه، ټېکټ مې واخیسته او سېده سعودي ته راغلم، او د هوایی ډګر څخه مستقیماً د هغه سوداګر خوا ته ورغلم.

ورته مې وویل: څو کاله مخکې تا د یونان نه د مرمرو سودا کړې ده، هغه مرمر څه شول.

سعودي سوداګر راته وویل: وخت ډیر تېر شوې دی، زما سوچ کې نه راځې، نو د خپل ګودام مسؤول ته یی غږ کړه، ورته یی وویل: دغه مرمر وګوره چې خرڅ شوې دی او که شته دی.

وایی د ګودام مسؤول راغلی جواب کې یی وویل: دغه مرمر ټول شته هماغسي سلامت موجود دی.

مصري مهندس وایی: ډیر خوشحاله شوم او سعودي سوداګر ته مې سپین چیک ورکړه، ورته مې وویل: چې څومره روپي غواړي په دغه سپین چیک یی زان ته ولیکه، دغه مرمر، نبوي مسجد کې استعمالوو، او د ملک فهد امر دی.

مصري مهندس وایی: سعودي سوداګر راته وویل: چې د مسجد نبوي لپاره یی غواړي په رب مې دې قسم وي، که یو ټنګه هم واخلم، او دا زه خپل افتخار ګڼم، وایی دغه مرمر یی ټول مفته په وړیا توګه راکړه.

د يادونې وړ ده چې، مصري مهندس دکتور محمد کمال اسماعیل د خپل کار په مقابل کې چې اجرة یی میلیونونه ریال کېدل د ابن لادن شرکت څخه وانخېستل، خپل ټول عمر یی د حرمینو شریفینو خدمت ته وقف کړې و، او په کال ۲۰۰۸ مېلادي کې د ۹۹ کلونو په عمر وفات شو.

مآخذونه:

① د حرمینو شریفینو لوی ریاست.

② د العربیة تلوزیون ویب پاڼه.

③ عکاظ جریده.

لېکوال: ذبیح الله ساپی، سه شنبه د ۲۰۲۲ مېلادي کال د جولای ۱۲ مه، رياض، سعودي عربستان.

مخکینې مطلب

افغانستان بانک ۱۲ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري

بل مطلب

امیرخان متقي؛ د مالیزیا چارواکي، د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال په دوه اړخيزو همکاریو خبرې کړي

ځانګړي مطالب

په زړه پورې معلومات

هغه ۳۵ ستر علماء چې زيات شمېر کتابونه يې په ميراث پريښي دي

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 7, 2022
په زړه پورې معلومات

د دکانداري اخلاق

نشرونکی: ح ف جلال
جولای 29, 2022
په زړه پورې معلومات

‏حدیث او کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
جولای 19, 2022
په زړه پورې معلومات

ګنګس کوونکې پوښتنه

نشرونکی: ح ف جلال
جولای 7, 2022
په زړه پورې معلومات

امــــلا

نشرونکی: ح ف جلال
جون 27, 2022

وروستي

دا کابل دی که تهران؟!

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 9, 2022
0

ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 9, 2022
0

د نړولو خپل او جوړولو خپل خلک یي “د عثماني سلطان او یوه انجنیر کیسه”

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 9, 2022
0

د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
0

حامد کرزی: اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
0

ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
0

سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

د فلسطیني جهادیانو او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

ډیر کتل شوي

  • خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

دا کابل دی که تهران؟!

ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

د نړولو خپل او جوړولو خپل خلک یي “د عثماني سلطان او یوه انجنیر کیسه”

د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

حامد کرزی: اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني

ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com