نن د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی او د ځينو ادارو چارواکي کابل ته راځي

نن د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی او د ځينو ادارو چارواکي کابل ته راځي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نن يکشنبه د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته راځي.
راپور زياتوي، په دغه پلاوي کې د پاکستان د پوځ، څارګرې ادارې، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي او همدا راز سوداګر شامل دي، چې له افغان لوري سره به د ډبرو سکرو پر بیو او نورو دوه اړخیزه سوداګریزو مسایلو خبرې وکړي.
د دغه پلاوي له سفر سره مهاله د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی، چې د یو ټن صادارتي ډبرو سکرو بیه یې ۲۸۰ امریکایې ډالرو ته لوړه کړې ده.
ويل کېږي، دغه پلاوی به د نورو سوداګريزو ستونزو ترڅنګ پر دې هم خبرې وکړي چې پر ډیورنډ کرښه درې بندرونه سپین بولدک – چمن، تورخم او غلام خان څرنګه د سکرو لپاره ۲۴ ساعته پرانیستي پاتې کېدای شي.
په عين حال کې، افغان سوداګر هیله من دي چې دا سفر به له پاکستان سره د سوداګرۍ برخې اوږدمهاله ستونزې حل کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي “زموږ هیله داده چې په دې سفر سره د افغانستان سوداګرو ستونزې حل شي. په ځانګړي ډول چې اوس میوې پخې شوې دي. دارنګه په بندرونو کې ډيرې ستونزې شته چې جدي هلو ځلو ته اړتیا لري او ورسره تمه لرو چې په اپټا تړون هم خبرې وشي.”

مربوطه مطالب

Back to top button