بن سلمان بایډن ته؛ افغانستان کې له ماتې درس واخلئ د نورو ارزښتونه هم مهم دي

کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ولیعهد “محمد بن سلمان” د امریکا له ولسمشر “جو بايډن” سره د لیدنې پرمهال له نوموړي غوښتنه کړې ده چې افغانستان او عراق کې له ماتې درس واخلئ او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړئ.

امریکایي رسنۍ وایي، چې محمد بن سلمان بایډن ته په څرګندو ټکو ویلي، چې امریکا دې پر هر هیواد د خپلو ارزښتونو د منلو پرېکړه نه کوي.

 

دده په خبره هر هیواد ځان ته ځانګړي ارزښتونه لري او ددې اړتیا ده چې امریکا درناوی ورته وکړي.

محمد بن سلمان زیاته کړې چې امریکا دې د عراق او افغانستان له جګړو درس واخلي چې هلته یې له لګښتونو او پراخو جګړه سره سره و نه شوی کړی خپل ارزښتونه پر دغو هیوادونو ومني.

نوموړي ټینګار کړی چې سعودي عربستان هم ځانګړي ارزښتونه لري چې د هیواد د پياوړتیا لپاره یې مهم دي او امریکا که له دوی سره ملګرتیا غواړي دا ارزښتونه باید ومني.

مربوطه مطالب

Back to top button