پاکستان: په اباسين کې د يوې بيړۍ له ډوبېدو وروسته د ۲۰ تنو مړي رايستل شوي او لسګونه نور لادرکه دي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
راپورونه وايي، چې د پاکستان د پنجاب ایالت ‘رحیم یار خان’ ښار کې په اباسین یا د ‘سند سین’ کې پر ورا یا جنج د وتلو خلکو بېړۍ ډوبه شوې چې تر اوسه پکې نږدې شل تنه مړه شوي دي.
د ژغورنې عملیاتو یوه غړي محمد شفیق ځايي خبریال محمد زبیر ته ویلي: د دوی د اټکل له مخې، چې ډوبه شوې بېړۍ کې به تر ۹۴ پور کسان سپاره وو، چې له دوی ۴۵ ژغورل شوي، د ۲۰ مړي موندل شوي او ۲۹ نور به نادرکه وي.
خو د پولیسو یوه ځايي چارواکي “موسی رضا” ویلي چې د اباسین پر ساحلي تراړه د “ماچکه” په نوم د پراته کلي اوسېدونکو ناوې وړله چې بېړۍ یې ډوبه شوې« دوه بېړیو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ورا یا جنج له ۱۵۰ ډېر ګډونوال لېږدول، چې یوه ترې ډوبه شوې.»
د ژغورنې ډلې ۴۵ تنه ژغورلي، د ۲۰ تنو مړي موندل شوي او نور لادرکه دي.



