پاکستان د بشري مرستو کڅوړه په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو ته وسپارله

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې ‏په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو خلکو لپاره د پاکستان د مرستو یوه بله کڅوړه ورته سپارل شوې ده.

د افغان سفارت په ټويټرپاڼه ليکل شوي، چې د مرستو دا کڅوړه نن جمعه، د جولای په «۲۲مه» نېټه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري‌ له لوري په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت سرپرست، ښاغلي سرداراحمد شکیب ته سپارل شوې ده.

خبر زياتوي، ‏په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ښاغلي شکیب د پاکستان د حکومت او خلکو نه مننه کړې، چې هر وخت یې په سختو حالاتو کې د افغانستان د ولس ننګه کړې، نوموړي دا کار د دوو ګاونډیو وروڼو هیوادونو ترمینځ د ښې راتلونکې اومثبتو اړیکو نښه بللې ده.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، چې ‏دغه مرستې به له اسلام آباد څخه د یوې الوتکې په وسېله کابل هوايي ډګر ته انتقال شي چې وروسته به د افغانستان ا.ا له لوري په مستحقینو وویشل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button