‏د سپینې ماڼۍ د ویاند د خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارتوايي، هغه ټولې ژمنې يې پرځای کړي چې له امریکاسره یې د دوحې په تړون کې کړې وې.
د اسلامي امارت وياند په يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي:« اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغو د متحدینو پر خلاف وکاروي، ‏همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته هم ژمن دی.»
ښاغلي مجاهد په دغه پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې دښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي.
په پيغام کې راغلي، چې نور په افغانستان کې د نظام او د ژوند نورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسائل دي.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، ‏څرنګه چې اسلامي امارت نه غواړي د نورو هېوادونو په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې زموږ په کورنیو مسائلو کې مداخله ونلري او موږ ته دژوندکولو بڼه راونښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button