دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د وینا بشپړ متن

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 26, 2022
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
20
ځلې شریک شوی
250
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د وینا بشپړ متن

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۱ل)

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمین وصلوة وسلام علی خیرخلقه محمدو علی اله واصحابه اجمعین امابعد:

د تاشکند کانفرانس درنو ګډونوالو، کوربنو او مېلمنو، ټول ستړي مه شئ..!

په پيل کې غواړم د افغانستان له دوست او ګاونډي هېواد د ازبکستان جمهوریت له حکومت څخه د دغې ناستې د کوربه توب او د هيوادونو د درنو استازو د رابللو له کبله د زړه له تله مننه وکړم. افغانستان او ازبکستان له تاریخي پلوه ډېرې دوستانه او نژدې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دیني، کلتوري او ژبنیو مشترکاتو دا تړاو لا پیاوړی کړی.

درنو حاضرینو،

په افغانستان کې د تېر کال د اګسټ د پنځلسمې سیاسي بدلون او د نوي حکومت له تشکیل وروسته یوولس میاشتې تېرېږي. په دې لنډه موده کې زموږ حکومت ډېرې ارزښتناکې لاسته‌راوړنې لرلي دي. نوی حکومت وتوانېده چې په ډېره لنډه موده کې امنیت ټينګ کړي، امنيتي ادارې فعاله کړي، د حکومت اساسي ادارې او کارکوونکي حفظ کړي، ولس ته اساسي خدمتونه روان وساتي، ملي بودیجه له کلونو وروسته په لومړي ځل له خپلو ملي عوايدو تأمين کړي، د اداري فساد کچه صفر ته راښکته کړي او په نظام کې هدفمند همه شموليت باوري کړي.

زموږ مشرتابه خپلو ټولو سیاسي او پوځي مخالفینو ته د عمومې بښنې په کولو د افغانستان د سياسي تحولاتو په تاريخ کې د زغم او يو بل منلو د فرهنګ بنسټ کېښود او د څلورو لسیزو د غچ اخیستنې بدمرغه دود پای ته ورسېد. نه یوازې عمومي بښنه وشوه، بلکې د نظام په منځنیو کچو او ان دوزارتونو تر معینیتونو او مهمو ریاستونو پورې د پخواني نظام کارکوونکي کار کوي. موږ هېڅوک د سیاسي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه کړی نه دی. او دا ډول چلن د افغانستان د سیاسي تحولاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ترسره کېږي.

د هيواد امنيتي بنسټونه مو ورغول. تر سل زرو زیات ځوانان مو د ملي اردو او تر یو سل او اتیا زرو پورې مو د ملي پولیسو لیکو ته جذب کړل. اوسنی ډاډمن امنیت د دغو متعهدو او متخصصو امنیتي مسؤولینو او ځواکونو د هڅو پایله ده.

او د دې په خاطر چي زموږ په امنیتي لیکو کي داسي څوک ځای پیدا نه کړي چي زموږ داخلي او ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو امنیت ته ضرر ورسوي، موږ د خپلو ټولو امنیتي کسانو د بای میتریک سلسله هم شروع کړې چي کافي پرمختګ پکي شوی دی.

اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو او منسوبینو د بېرته راګرځېدو لپاره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ په چوکاټ کې د افغان شخصیتونو د بېرته راګرځېدو لپاره د تماس ډله جوړه کړه چې اکثریت غړي يې وزیران دي. د دغه ابتکار له برکته په لنډه موده کې د تیري ادارې ګڼ شمیر لوړپوړي او ټیټ پوړي غړي وطن ته راوګرځېدل او اوس په وطن کې خپل ژوند ته ادامه ورکوي. په دې سلسله کې حتی زموږ پخواني نظامي مخالفین، هم وطن ته راغلل او اوس خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي. موږ په حقیقت کې له خپلو پخوانیو سیاسي او نظامي مخالفینو سره د تعامل نوی فصل پرانیست. اوس هم هره ورځ له دغه کمیسیون سره لسګونه څېرې تماس نیسي او غواړي چې وطن ته راوګرځي.

د افغانستان اسلامي امارت باورمن دی چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، ټول افغانان حق لري چې په خپل وطن کې پتمن ژوند ولري.

درنو حاضرینو،

سره له دې چې له یوې خوا زموږ هېواد شل کلنې جګړې ځپلی او له بلې خوا، زموږ اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، چې زموږ وطن کې د فقر یو له اساسي لاملونو څخه دی. دې چارې نه یوازې دا چې د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د لېږد مخه یې نیولې، زموږ د نظام هغه فعالیتونه یې هم ټکني کړي، چې ګټه یې یوازې او یوازې عام ولس ته رسېږي.

له دغو ټولو ننګونو سره سره زموږ نظام وتوانېده چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ولس ته د ښوونې، روغتیا، سوداګرۍ او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کړي. موږ له اوږده ځنډ وروسته، د پوهنتونونو دروازي د زدکونکو پرمخ خلاصې کړې چې دمګړۍ سلګونه زره محصلین پکې په لوړو زده‌کړو بوخت دي. همداراز، ښوونځي هم په ټول هېواد کې په پراخه کچه پرانیستي دي او حکومت ټول لازم خدمات ورته چمتو کړي دي. د ښوونې وزارت په تشکيل کې مو په زرګونو نوي بستونه اضافه کړل او اووه زره نوي بستونه مو اعلان ته وسپارل.

همدارنګه د تعلیم، صحت او د حکومت په ګڼو نورو ادارو کې ښځینه کارمندانې هم په ډاډمنه فضا کې کار کوي. په ځینو برخو کې چې تراوسه مناسب چاپيريال نه دی جوړ شوی، ښځینه وو ته په خپلو کورونو کې معاشونه ور کول کيږي.

درنو ګډونوالو،

له لسيزو بې‌ثباتۍ وروسته، زموږ حکومت ټینګ عزم لري چې افغانستان نور، د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي. موږ ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړو. په افغانستان کې ثبات نه یوازې دا چې د ټولې سیمې ثبات تضمینولای شي، بلکې د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ او پراختیا کې د افغانستان ثبات مهم رول لري. زموږ د نوي بهرني سیاست یو اساسي رکن اقتصادمحوري ده. اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان په عملي ډول د اسیا پر څلورلارې بدل شي. ډاډمن امنیت، ټینګ سیاسي عزم او شفاف اداري نظام هغه عوامل دي چې دې هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي. افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ترټولو نژدې او ارزانه لار تشکیلوي.

 د دوحې په تړون کې مو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې هېڅ ډلې او یا فرد ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرخلاف وکاروي.

د هوکړې د دویمې برخې په اول بند کې راځي: «د افغانستان اسلامي امارت به خپل هیڅ غړي او د القاعدې په شمول هیڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا امنیت ته ګواښ پیښ کړي».

 غواړم له دې فرصت څخه په استفادې واضح کړم چي موږ د سیمې او نړۍ امنیت او د افغانستان امنیت یو له بل سره تړلي بولو، بناً د امنیت د تأمین په برخه کې خپل ټول مسؤولیت ته متوجه یو. له سیمې او نړۍ هم توقع لرو چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله هڅه او مرسته ونه سپموي. له متحده ایالاتو هم توقع لرو چې د دوحې د توافقنامي په لومړی برخه چي د دوی مسئولیتونه پکي یاد شوي پر هغو کړو تعهداتو عمل وکړي.

د امنیت د ورانوونکو پر وړاندې زموږ د نظام پالیسي روښانه ده او دا مو په تېر يوه کال کې په عمل کې ثابته کړې. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د داعش ډلې پرخلاف ښې لاسته‌راوړنې لري. په وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د امنیت د تخریب په موخه کومې ناکامه هڅې وشوې، زموږ امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو پرخلاف عملیات وکړل، ځیني يې ووژل شول او ځیني ونیول شول. داعش او بلې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

درنو حاضرينو،

موږ د نړۍ له ټولو هيوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخيزو مشروع ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتو يو. او د نړۍ له هيوادونو هم غوښتنه لرو چې په دې برخه کې خپل مسؤوليت تر سره کړي.

د امريکا پر متحدو ايالتونو غږ کوو چې د افغانستان بانک ټولې شتمنۍ بې له قيد او شرطه آزادې او پر افغانستان لګيدلي اقتصادي‌ بنديزونه لرې کړي. دا د اړيکو د عادي کولو له پاره اساسي ګام دی. ‌دا کار به د امریکا په اړه د افغانستان د خلکو په ذهنونو مثبت اثر و کړي.

همدارنګه د نړۍ پر نورو هيوادونو غږ کوو چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اوږدمهالو دوه اړخيزو مشروع ګټو د باوري کولو له پاره رسمي تعامل پيل کړي.

افغانستان د ستراتيژيک موقعيت، پراخو طبيعي زېرمو او ارزانه او خواريکښ بشري ځواک په لرلو سره د ډاډمن امنيت او مخلصانه سياسي هوډ په سيوري کې د پانګونې بې مثاله فُرصت دی.‌ دا فُرصت زموږ له ملي حاکميت او مشروع ګټو پرته هېڅ حدود نه لري.

د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ د افغانستان په بې امنيتۍ او بې ثباتۍ کې د پانګونې پر ځای د افغانستان په ثبات کې پانګونه وکړي.‌ ثبات د ټولو په ګټه دی.‌ او بې ثباتي د ټولو په تاوان.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

ستاسې له توجه ډېره مننه،

ورځ مو نېکمرغه!

مخکینې مطلب

متقي: نړیوالو سره د دوه اړخیزو ګټو لپاره د مثبت تعامل غوښتوونکي یو

بل مطلب

د سترې محکمې پرېکړه؛ د عمران خان استازی د پنجاب وزیر اعلی وټاکل شو

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com