دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

واخان او استراتیژیک موقعیت یې

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جولای 30, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
42
ځلې شریک شوی
526
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

واخان د افغانستان هغه استراتیژیکه، غرنۍ، اسرارآمیزه، اقتصادي او تاریخي سیمه ده؛ چې د بدخشان ولایت په ختیځه برخه کې د یوې اوږدې ترازې یا تړانګې په توګه افغانستان له چین سره تړي او شاوخوا شپږ نیم میلیونه جریبه، یا دیارلس زره پنځه سوه (۱۳۵۰۰) کیلومتره مجموعي مساحت لري.
د واخان شمال ته د پامیر ، سوېل ته یې د قرارقرم او غرب ته یې د هندوکش غرونه پراته دي.
د واخان ځینې دنګې څوکې آن تر اووه زره پنځه سوه (۷۵۰۰) مترو پورې لوړوالی لري.
په واخان کې د افغانانو درنې، مېړنۍ او د ټینګو ارادو والا قبیلې اوسیږي.
هلته داسې وګړي هم شته؛ چې لا تر اوسه پیسې نه پېژني او نه په انقلابونو خبر دي؛ هغوی موټر او موټرسیکلونه لا نه دي لیدلي، تلیفون، کېمره او رادیوګانې لا سمې نه پېژني، هلته ټلیفون او انټرنېټ کار نه کوي.
واخانیانو بختورانو خو نه چاپې لیدلې او نه بمبارونه، هغوی لا پر دې هم نه دي خبر چې؛ هېواد یې یوویشت کاله وړاندې غربیانو اشغال کړی ؤ او هېوادوالو یې وروسته له شلو کلونو بېرته آزاد کړ او ستر نړیوال چپاولګر پیمان (ناټو) یې پکې مات کړ او همپیمان ځواکونه یې د خپلو ټینګو وسپنیزو ارادو او مقدسو عقیدو په زور له دغه ځایه وشړل.
بلې! د هغوی ستونزې که د تأسف له زاویې ګورو، نو خوشبخۍ یې هم نشو هېرولای او هغه دا چې؛ د اشغال له ترخه جام څخه یې څاڅکی اوبه هم و نه څښلې، ځکه چې نشول خبر.
واخان افغانانو ته حیاتي ارزښت لري او په قدر یې ښه پوهیږي.
په سیاسي لحاظ واخان د افغانانو (ثالث باالخیر) هویت تثبیتوي! ځکه چې انګلیس او تزاري روسیه یې په نولسمه زیږدیزه پېړۍ کې یو له بله لیرې کړل؛ تر څو سره و نخوري.
زموږ ګاونډیان دې موږ ته د ویدو او ناپوهو فکر نه کوي! موږ د همغو مېړنیو مصلحینو اولاده یو؛ چې د دوو ابر قدرتونو (روس او انګلیس) تر منځ یې سوله او امنیت لا تر اوسه تضمین کړي دي.
زموږ په ټولو مرزونو کې همدغه د واخان مرز نسبتاً عاقلانه تعین شوی! ځکه چې له طبیعت سره ډېر په ټکر کې نه دی او هغه داسې : تر کومه ځایه چې اوبه پر موږ را ماتې دي هغه سیمې زموږ دي، د پاکستان خواته چې ځي د هغوی او چین ته چې روانې دي هغه ځمکې یې چین ته ورکړې.
موږ هم د واخان پر سیاسي ارزښت ښه پوه یو، هم یې پر اقتصادي.
ټول باید پر دغې خبره پوه شي چې: موږ به د واخان یو انج خاوره د ګاونډیانو پر یوه ګرام زرو هم ورنکړو.
واخان به موږ په اقتصادي او سیاسي بعد کې (پنځوس کاله وروسته) له اماراتو هم مخته کړي.
موږ ته اوس په تجارتي او ترانزیتي لحاظ همدغه یو واخان راپاتې دی! نو ولې به رانه پردی کیږي.
که مو واخان له لاسه ووت؛ نو هېڅکله به هم پر خپلو پښو و نه دریږو! ځکه چې هم به د ورېښمو ارزښناکه مواصلاتي لاره له لاسه ورکړو، هم به منځني ختیځ ته د پاکستاني او هندي تاجرانو ترانزیټ رانه پردی شي، هم به له چین سره له مستقیم تجارت څخه خلاص شو او هم به د ارزښتناکو معادنو او نامحدودو اوبلنو زېرمو منابع رانه پردۍ شي.
نو خلاصه دا شوه چې: د واخان پر یوه انج غصب شوې خاوره به د غاصب یو څاڅکی وینه ارو مرو تویې شي ، نو ځکه خو وایم چې: غوږونه دې راته بوڅ بوڅ نه کوي! اوس خو الحمدلله مستقل هم یو! نو ډېر زر د غاصبانو سابه ور په مالګه کولای شو ان شاءالله.

دا هم ولولئ

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

لوی ټکي: امین وردګستراتیژیکموقعتواه خان
مخکینې مطلب

د هجري تاریخ د پیل کیسه

بل مطلب

د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي د ستر محدث امام بخاري رحمه الله زیارت وکړ

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

وروستي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com