د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي د ستر محدث امام بخاري رحمه الله زیارت وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۱ل)

‏د افغانستان اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر “ملا امیرخان متقي” په مشرۍ د افغان پلاوي غړي پرون جمعه د ازبکستان د سمرقند تاریخي ښار ته تللي و.

د راپورونو له مخې د افغان پلاوي غړي د جمعې ترلمانځه وروسته د لوړپوړو ازبک چارواکو په ملتیا د ستر محدث او د حديثو د ترټولو معتبر کتاب، صحيح البخاري مصنف، “امام محمد بن اسماعيل البخاري رحمه‌الله” زیارت کړی د آرام‌ګاه او دعا يې ورته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button