جاپان: په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو پر بشپړولو ټینګار کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
کابل کې د جاپان سفیر “تاکاشي اوکادا” د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي “عبدالکبیر” سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د جاپان له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اوکادا دغه راز زیاته کړې چې دوی چمتو دي، څو د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو شوو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.
په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
باید وویل شي چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.



