ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصادي بيا رغونې لپاره هڅې کوو

ملګرو ملتونو: د افغانستان د اقتصادي بيا رغونې لپاره هڅې کوو
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) مشر عبدالله ال درداري وايي، چې دوی د افغانستان د اقتصادي بيارغونې هڅې پيل کړي دي.
ښاغلي درداډري، دا څرګندونې د خلیج د همکارۍ سازمان (GCC) د غړو هېوادونو په غونډه کې وکړې زياته يې کړه چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې څانګه (UNDP) د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي.
هغه وويل، UNDP د وړو کاروبارونو او په سیمهييزه کچه د ښځو او نارينه وو له کاروباره په ملاتړ سره د افغانستان اقتصادي وضعيت د ودې په لټه کې دی.
نوموړي ويلي:”(UNDP) خپلې هڅې يې پیل کړي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت بېرته ښه کړي هغه هم د ټولنې د فعالیتونو د کچې د لوړولو، د کوچنیو کاروبارونو او د ښځو د سوداګریو نه په ملاتړ، څو ډاډمن شو چې سیمهيیز جوړښت د اقتصادي بیا رغونې لپاره اجازه ورکوي.”
د درداوي په وينا، د افغانستان اقتصادي بیارغونه د دوی د کاري اجنډا په سر کې ځای لري.



