کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
د عراق د الصدر غورځنګ مشر “مقتدا الصدر” د پارلمان د منحلولو او له وخت څخه مخکې ټاکنو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په خپله تلویزیوني وینا کې د پلازمینې بغداد په ګرین زون کې چې حکومتي ودانۍ او بهرني سفارتونه پکې شتون لري پر خپلو راټولو شویو پلویانو غږ وکړ، چې د غوښتنو تر پوره کېدو پورې دې لاریونونو ته دوام ورکړي.
مقتداد الصدر وایي د ایران په ملاتړ د شیعه سیاسي سیالانو سره یې د خبرو اترو او پخلاینې دروازې تړلې، د پارلمان لغوه کول او نوې ټاکنې یې غوښتنه ده.
باید وویل شي چې د مقتدا الصدر په مشرۍ الصدر مذهبي غورځنګ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په میاشت کې پارلماني انتخابات وګټل خو له ایران پلوه ګوندونو سره یې د حکومت له جوړولو ډډه وکړه او بیا یې پریکون اعلان کړ.
له پارلمان څخه د الصدر د پلویانو له وتلو وروسته یې سیالو سیاسي ګوندونو د جولای په ۲۵ د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر “محمد شیاع سوداني” د لومړي وزیر لپاره خپل نوماند اعلان کړ چې په غبرګون کې یې د الصدر پلویانو د پارلمان پر ودانۍ یرغل وکړ، ودانۍ یې اشغال کړه چې تر اوسه یې هم په کنترول کې ده.