د اوبو او انرژۍ وزارت په کندهار کې د اوبو دوه بندونه جوړوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)

افغان چارواکو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د دوه بندونو جوړولو خبر ورکړ٠

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي، په ارغستان ولسوالۍ کې د «لوړې او شنه نري په نومونو» ارزونه روانه ده چې په خبره يې ژر به يې د جوړېدو چارې هم پيل شي٠

نوموړي دغه څرګندونې د کندهار چارواکو سره هغه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې کړي دي.

چارواکي وايي، د شنه نري او لوړې اوبو بندونو په جوړېدو سره به د څو ولسواليو د اوبو ستونزه حل شي٠

مربوطه مطالب

Back to top button