د اوکرایین جګړه؛ شمالي کوریا وایي روسیې سره پوځي مرستې کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل)
د روسیې د دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې شمالي کوریا روسیې ته د اوکراین د ماتولو لپاره د یولک پوځیانو وړاندیز کړی دی.
روسي رسنۍ وایي، چې شمالي کوریا دغه راز د “دونباس” سیمې د بیارغونې په برخه کې د مرستې لپاره د زرګونو کارګرانو لیږلو ته هم چمتوالی ښودلی دی.
په ورته مهال روسیې هم د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د مرستو د ژمنې هرکلی کړی او د بریالیو وسلو په جوړولو کې یې د یاد هیواد هڅې ستایلي دي.
د روسیې دفاع وزارت د شمالي کوریا د مرستو د ژمنې د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې روسیه باید د شمالي کوریا سرتیرو او پوځي متخصصینو ته ښه راغلاست ووایي.
روسي چارواکي وایي که شمالي کوریا غواړي د “فاشیست اوکراین” پر وړاندې جګړه وکړي، موږ باید اجازه ورکړو”.



