د سوداګرۍ او پانګونې خونه: افغان سوداګرو ته د چین د ویزو ورکړه پیل شوې
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغان سوداګرو ته د چین د ویزو ورکړې د پیل خبر ورکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مهمند وايي، افغان سوداګرو ته د لا ډېرو ویزو ترلاسه کولو لپاره د هغوی اسناد راټول شوي او د پروسس په حال کې دي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې د روان ميلادي کال په اګست مياشت کې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې بهير د پيلولو خبر ورکړې و.
جلغوزي، وچه مېوه، قیمتي ډبرې او زعفران هغه توکي دي چې افغان سوداګر یې چین ته صادروي او هلته ښه بازار لري، خو تردې مخکې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو په برخه کې ستونزې وې.


















