یمن: د حوثیانو توغندویي بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل)

یمني رسنیو د دغه هیواد د پلازمینې “صنعا” په جنوب کښې د څو پرله پسې چاودنو د رامینځته کیدو خبر ورکړی دی.

د یمن دولتي خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې دا چاودنې نن سهار د پلازمینې صنعا په جنوب کې د “الحفا” پر پوځي اډې څخه د حوثي وسله والو لخوا د توغنديو د ویشتلو له امله رامنځته شوې دي.

یوې بلې سرچینې بیا العربیه ته ویلي، چې د حوثیانو توغندي د یادې پوځي اډې د وسلو په زیرمتون لګیدلي چې ورسره درنې چاودنې رامنځته شوې دي او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عیني شاهدانو په خبره په “الحفا” پوځي اډې تر توغندویي بریدونو وروسته حوثي وسله والو دغه اډه کلابنده کړې او دا مهال د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تیره اوونۍ په یمن کې د ملګرو ملتونو لخوا د دویم ځل لپاره اوربند وغځول شو.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه په وروستیو چاودنو کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو اټکل کېږي چې یمني ځواکونو ته به پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button