شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د ا.ا.ا د نادرکه شویو غړو او نورو کسانو په هکله د طالب مشرتابه فرمان

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 10, 2022
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
18
ځلې شریک شوی
225
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان ا.ا مشرتابه د اسلامي امارت د لادرکه شويو مجاهدينو او نورو کسانو په اړه يو تازه فرمان خپور کړی چې د مجاهدينو کورنيو او وارثانو ته پکې سپارښتنې شوي دي.

دا هم ولولئ

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

دغه فرمان چې د اسلامي امارت د وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په رسمي ټويټر خپور شوی په ديارلسو مادو مشتمل دی.

کابل ټکی کام ويب پانه د موضوع د ښه وضاحت لپاره د طالب مشرتابه پيغام کټ مټ نشر ته سپاري.

                       _____________

د نادرکه شویو مجاهدینو او نورو کسانو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

محترمو مسلمانانو وروڼو! دا چي زموږ ځیني هیوادوال د تېر شل کلن جهاد په دوران کي نادرکه شوي او اوس یې کونډي بې سرنوشته، مال او جایدادونه یې د ورثه و ترمینځ نه دي ترکه شوي، نو ټولو هیوادوالو ته لاندي هدایات او حکمونه کوم: د امریکا د اشغال او د فاسدي ادارې په دوران کي چي د مسلسلو څېړنو وروسته د راجحو قرائنو او ښکاره دلائلو په پایله کي دا ثابته شي، چي زموږ هیوادوال د لارو په اوږدو کې شهیدان کړل شوي، یا زندانونو ته اچول شوي او بیا له څه مودې وروسته په شهادت رسول شوي دي، یا په جنګونو او کمینونو کي نادرکه شوي وي؛ خو د دغو شهیدانو د کورنۍ پاتي کسانو ته لا تر اوسه پورې هم د دوی د شهادت یا ژوند معلومات پوره نه وي شوي، چي له امله یې کونډي بې سرنوشته او مال او جایدادونه یې هم د ورثه و ترمینځ شرعاً لا تر اوسه نه وي ترکه شوي، د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د جیدو علماء کرامو څخه استفتاء وکړه، چي علماوو په جواب کي وویل:(د حنفي فقهي په کتابونو کي راغلي دي چي هغه کسان چې په جنګونو یا هغه ځایونو کې ورک وي چي غالب ګمان یې د مرګ وي او قرائن د مرګ یې هم ظاهر وي او طویله زمانه هم تېره شوې وي نو د مرګ حکم پر کیږي). په دې خاطر چي زموږ د دغو شهیدانو کونډې بې سرنوشته او جایدادونه یې د شرعي ترکې او تقسیم او نورو شرعي حکمونو څخه معطل پاتي نه شي، لاندي مادې منظوروم:

لومړۍ ماده: د فاسدي ادارې د حکومت په دوران کي چي کوم کس په جنګ کي ورک شوی وي، یا په چاپه، لارو او یا نورو ځایونو کي نیول شوي وي؛ خو هیڅ معلومات یې تراوسه نه وي شوی؛ سره له دې چي قریبانو یې په معلومات کولو کي پوره کوښښ کړی وي، اوس یې منکوحه غواړي چي د بل زوج سره نکاح وکړي او یا یې ورثه د مال تقسیم غواړي نو خپلي مربوطه ابتدائيه محکمې ته دي موضوع وړاندي کړي. دوهمه ماده: محکمه دې د قریبانو څخه د دغه ورک شوي کس پوره شهرت، د ورکیدو نېټه، ځای او د ورکیدو طریقه وغواړي. دریمه ماده: محکمه دې له قریبانو څخه د هڅو او معلوماتو په هکله تحریري استعلام وکړي. څلورمه ماده: وروسته دې محکمه په خپله هم په ښه احتیاط او ممکنه طریقه معلومات وکړي. پنځمه ماده: که محکمې ته وروسته تر معلوماتو او قرائنو ته په کتو د دغه کس پر مرګ اطمینان حاصل شو، دغه معلومات دې له خپلي مرافعه محکمې سره شریک کړي شپږمه ماده: مرافعه محکمه دې موضوع په دقت مطالعه کړي، که مرافعه محکمې ته هم اطمینان حاصل شو؛ نو ابتدائیه محکمې ته دي هدایت وکړي چي د دغه کس په مرګ حکم وکړي. اوومه ماده: وروسته دي ابتدائیه محکمه د دغې فتوی مطابق د دغه کس په مرګ حکم وکړي. اتمه ماده: ابتدائیه محکمه دې له حکم وروسته د فتوی مطابق د دغه کس منکوحې ته امر په تیریدو د عدې د وفات وکړي. نهمه ماده: تر عدې د وفات وروسته دې منکوحې ته اختیار ورکړي چي د بل زوج سره نکاح وکړي. لسمه ماده: د محکمې تر حکم وروسته د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونه د شریعت د حکمونو مطابق ددوی پر ورثه وو باندې د ترکې او تقسیم وړ بلل کیږي. یوولسمه ماده: دغه فرمان د هیواد د جیدو علماء کرامو د شرعي فتوی پر اساس ابلاغوو، خو که څوک د خپلو قریبانو د ژوند په هکله موثق معلومات ولري هغوی له دغه فرمان څخه مستثنی دي. دوولسمه ماده: د هیواد ټول محاکم او نوري حقوقي ادارې دي ددغه فرمان د حکمونو مطابق اجراءآت وکړي. دیارلسمه ماده: دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والســـــــــــلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

۱۴۴۴/۱/۶هـ ق

۱۴۰۱/۵/۱۹هـ ش ــ 2022/8/10م

مخکینې مطلب

د افغانستان په تاريخ کي يو تور داغ

بل مطلب

کارپوهان: که د الظواهري وژنه رښتیا وي امریکا یې باید شواهد نړۍ ته وړاندې کړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
افغانستان

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
افغانستان

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026

وروستي

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com