شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغانستان په تاريخ کي يو تور داغ

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 10, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
51
ځلې شریک شوی
638
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سردارولي پښتونزوی

يو سل و درې کاله وړاندي همدې ورځو کي بريتانيې پر افغانستان يرغل وکړ، کندهار کي هم د نور هيواد په څېر انګرېز ضد يا د استقلال جنګ په نغاره اعلان سو، د کندهار په سرحدي محاذ [بولدک] کي اټکل ۶۰۰ عسکر موجود ول، خو د انګریزي امپریالیزم مجهزي قواووي په زرهاوو وې.

 اشغالګر انګریزان د #سپین_بولدک پر #قلعه_جدید باندي په یوه نابرابره او افسانوي جګړه کي۱۵۰ افغان عسکر شهیدان او ۱۵۰ زخمیان کړه چي قومندان ئې داود شاه خان سخت ټپي او قومندان یوسف خان د کوما په حالت کي د دښمن اسیر سو، دغه خبر [د سپين #بولدک سقوط] چي کندهار ته راغلی، په ښار کي د پرنګي پر ضد د مقاومت ولولې او احساسات سخت وپارېدل او ډلي-ډلي خلګ مخ پر بولدک د انګرېزانو سره جګړې ته روان سوه.

انګرېزانو چي د #کوږک له غره څخه افغانان په دوربين کي لیدل چي ډلي-ډلي له سپينو بيرغونو او توپکو سره مخ پر بريتانوي هند ور روان دي؛ سخت وارخطا سوله.

عين په دې وخت کي به کندهار ښار کي د انګرېز په ملتيا نادره پېښه وسوه، پېښه داسي وه چي د کندهار ښار د قزلباشانو د يوه مشر [قربان علي قزلباش کور ته نژدې په انبار کي یو مړ ماشوم پيدا سو او ژر اوازه ولاړه سوه چي دغه ماشوم د ښار د یوه بل کس [ سيد عبدالروف اغا] ماشوم دئ چي يوه ورځ د مخه ورک سوی وو.

څرنګه چي واقعه په مهارت سره پلان سوې او عملي سوې وه، نو ددې پېښي خبر په ټول ښار کي د برېښنا په سرعت تيت سو. خلک راوپارېدل اوبازارو ته راووتل، قربانعلی خان بېچاره يې په ارګ کي وواژه او د ښار د پاړسيوانانو کورونه، دوکانونه يې په بې رحمۍ سره چورکړل.

دغه خبره ډېر ژر د بولدک مبارزينو ته ورسېدل چي پر انګرېز يرغل ته چمتو وه، اوازه سوه چي خلک ناحقه د پرنګي غزا ته وزي، په خپل کور کي غزا راته جوړه ده او بايد ورته راستانه سي. دې ناولي اوازې کندهاري پاړسيوانانو کي چي هغوی هم په لښکر کي وه، د بې اعتمادۍ فضا منځ ته راوستله. نژدې و چي د دښمن ددې فتنې له خاطره د سني او شيعه خونړۍ جګړه پېښه کړي خو د مشرانو د هلو ځلو له امله يې ژر مخه ونيوله سوه.

ما اورېدلي چي د قربان علي کورنۍ اوس په #امريکا کي اوسي او وایي چي دوی هم د بولدک په جګړه کي برخه لرله، زما د يوه دوست [نعيم سعيدي] به وينا چي دوی وای چي د يولسم سپتمبر په وخت کي چي موږ په په امريکا کي په ځينو ايالتو کي څه مسجدونه وليدل چي څو خلګ پکښي مړه او يا څه سيکان د مسلمانانو په اشتباه مړه سوه؛ نو موږته هغه د خپلو مشرانو قصي را په ياد سوي چي ددغه واقعي سره يي ډير نژدي شباهت لاره.

کندهار کي دغه متل چي: ”کور دي خراب سه انګريزه، دا څونه شيطانت دي زده دئ” له همدې ورځي جوړ سو.

د کوچني شهيد په نامه دغه مشهوره پېښه د انګرېزي جنرال [General Wilfred Malleson] لخوا طرحه سوې وه [تور او سپين عکس د همدې جنرال دئ]، د نور تفصيل د پاره د ټالي سټيوارټ نامتو کتاب [Fire in Afghanistan] وګورئ، که درسره نه وي، ايمېل مو وليکئ چي زه ئې درته ولېږم.

سرچينې: اور افغانستان کي، د استاد هوتک او نورو له يادښتونو څخه

مخکینې مطلب

د ایراني او افغان ځواکونو په تازه نښته کې یو ایراني عسکر وژل شوی

بل مطلب

د ا.ا.ا د نادرکه شویو غړو او نورو کسانو په هکله د طالب مشرتابه فرمان

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com