کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۱ل)
د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې خپلو متحدینو ته تر ټولو پرمختللې وسلې ورکوي.
نوموړي چې له مسکو څخه د باندې یې د یو پوځي فورم د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولی وویل: چې چمتو دي، څو خپلو متحدینو او شریکانو ته تر ټولو عصري وسلې او جنګي مهمات ورکړي.
ولسمشر پوتین ویلي، چې په دغو عصري وسلو کې جنګي الوتکې، زرهي موټر او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دي.
د پوتین په خبره چې دا وسلې تر دې وړاندې هم د جګړې په ډګر کې ازمایل شوې دي. هغه ویلي، روسیه په بېلابېلو لویو وچو کې خپل همفکره متحدین لري او دوی په دې کار خوښ دي.
باید وویل شي چې د روسیې ولسمشر پوتین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پر اوکراین د نظامي یرغل له کبله ګڼ شمېر هېوادونو له روسیې سره هر ډول اړیکې پرې کړې او پر دغه هېواد یې کلک اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

















