ملا محمد حسن اخند: موږ د هيڅ هیواد لپاره تهدید نه یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۱ل)

نن دوشنبه د اسد میاشتې ۲۴ مه چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د اسلا-مي اما-رت د فاتحو ځواکونو په لاس د کابل د فتحې له ورځې سره برابرده.
د همدې ورځې په مناسبت د کابل د فتحې د ورځې په مناسبت د افغانستان اسلا-مي ا-مار-ت رئيس الوزراء پيغام خپور کړی، افغان اولس ته يې د مبارکۍ ترڅنګ د نړۍ له هېوادونو يې غوښتي چې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره له اسلا-مي ا-مار-ت سره مرسته وکړي.
ښاغلي ملا حسن اخند د اسلامي امارت په ټولو مسئولینو غږ کړی چې «باید پخپلو مسئولیتونو کې لا ډير اخلاص، ښه نیت او احتیاط ته توجه ولري، خپل کارونه لکه څرنګه چې ورته سپارل شوي پرمخ بوځي او خپل ولس ته لاډير خدمت وکړي».
نوموړي دغه راز له نړيوالو غوښتي چې د افغانستان له اسلا-مي اما-ر-ت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي او ډاډ يې ورکړی چې «موږ د هيڅ هیواد لپاره تهدید نه یو».
همدارنګه ملا حسن اخند پر نورو هیوادونو هم غږ کړی څو د افغانستان سره مثبت اونیک سیاسي او تجارتي تعامل ولري، د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره له اسلا-مي ا-ما-رت سره لاس او مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button