کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او طالبانو سره د امریکا له لوري د مرکچي پلاوي مشر “زلمی خلیلزاد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اشرف غني په ګډون ټول افغان چارواکي او سیاستوال د دوحې مذاکراتو په پرمختګونو خبر وو.
زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې د دوحې له تړون دفاع کړی او په خبره یې د دغه تاریخي تړون له امله افغانستان کې څلویښت کلنه خونړۍ جګړه پای ته ورسېدله.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دغه تړون د امریکا په سیاستونو کې بدلون او د افغانستان روان وضعیت ته په کتو سره ترسره شوی دی.
خلیلزاد مني چې دغه تړون په بشپړه توګه اجرايي نشو او که په سمه توګه اجرا شوی وای له هغه وروسته پېښې به بل ډول مخکې تللې وای.
باید وویل شي چې زلمی خلیلزاد په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پرځول شوي افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني له CNN سره په خپله وروستۍ مرکه کې پر خلیلزاد توندې نیوکې کړې او یاد تړون یې یو ناورین بللی دی.

















