د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه ډالرو ۲۰ هوکړې لاسلیک شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او ازبکستان د قشقهدریا ولایت د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې د ۲۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریزې هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
ياد وزارت وايي، دغه هوکړې د خوراکي توکو، ټوکر، ساختماني توکو، مالدارۍ، برېښنايي وسایلو او فرنیچر په برخو کې شوې دي.
په کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د سوداګرۍ او ترانزیټ د بهیر پر ساده کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د کرنې، کانونو، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې، او ازبکستان د صنعت او ماشینجوړونې په برخه کې ښه ظرفیتونه لري چې یوځای کول یې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د قشقهدریا مرستیال والي هم افغان سوداګرو ته د دغه ولایت د بازارونو او د افغانستان د صادراتو د انتقال لپاره د اسانتیاوو برابرولو چمتووالی ښودلی دی.



