ذبیح‌الله مجاهد: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د لغوه کېدو اوازې ناسمې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “مولوي ذبیح‌الله مجاهد” د هېواد په پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د لغوه کېدو په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د سیاسي علومو د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.

مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دولتي پوهنتونونو کې د سیاسي علومو برخه د پخوا په پرتله پیاوړې شوې او د دې برخې د پرمختګ لپاره لازمې هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو څانګو درول یوازې د هغو ځینو خصوصي پوهنتونونو په اړه دي چې د تدریس او علمي فعالیت لپاره لازم ظرفیت او شرایط نه لري.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې په ټولیز ډول د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د لغوه کېدو په اړه خپرې شوې ادعاوې حقیقت نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button