پاکستان: ترافیکي پېښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۱ل)

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد هیواد په سیند ایالت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وایي، چې تیره ورځ ناوخته د پنجاب ایالت د ملتان – سکر پر لویې لارې مسافر وړونکي یوه بس د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی دی. ځايي مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د مسافرینو بس له لاهور څخه کراچۍ ته روان و چې د ترافیکي پېښې ښکار شو.

د ملتان مرستیال کمېشنر “طاهر وټو” رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي او شپږ ټپيان دي.

د یو بل خبر له مخې د سیند ایالت په روهړي سیمه کې په یوه بله ترافیکې پېښه کې اته کسان مړه او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

ځايي مسوولینو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له سوات څخه کراچۍ ته روان فلاینکوچ موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button