سراج الدین حقاني:د مرستندویه بنسټونو امنیت ته جدي پاملرنه کوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، د وږي لومړۍ، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي “آرنوټ پاولز” سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د مخې ښې په دې کتنه کې د بېړنیو بشر دوستانه مرستو او د مرستندویه بنسټونو پر امنیتي موضوعاتو خبرې شوې دي.

د کورنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازي پاولز څخه مننه کړې چې په خپل ماموریت کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو هڅې کړې دي او هیله یې ښودلې چې یاده ټولنه به له افغانانو په ځانګړې توګه د وروستيو طبعي پېښو له قربانیانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت به د بشري مرستو د کار کوونکو امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button