امریکا: روسیه پر اوکراین د بریدونو د نوې څپې د پیلولو پلان لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ سنبله، ۱۴۰۱ل)

امريکا خبرداری ورکړی، روسيه پر اوکراين د بريدونو د يوې بلې څپې د پيلولو پلان لري.

امريکايي چارواکو ويلي چې روسيه به ښايي د بريدونو دا لړۍ د اګسټ په ۲۴مه یا د اوکراين د خپلواکۍ په ورځ پيل کړي او د دغه هېواد بنسټيز تاسيسات به په نښه کړي.

په اوکراین کې د امريکا سفارت امريکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې که په اوکراين کې وي نو بايد ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

په ورته مهال اوکرايني چارواکو په کيېف کې د خپلواکۍ د نمانځلو په موخه د خلکو په را ټولیدو بندیز لګولی، خو هغه روسي ټانکونه او نظامي تجهیزات يې په واټونو کې نندارې ته اېښي دي چې په جګړه کې د اوکراين د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.

د ویلو ده چې روسیې په تیرو څو میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې ډیری سیمې نیولي دي او لا یې هم خپل پرمختګ او د پلازمینې کېیف په ګډون د یاد هیواد په مهمو ښارونو هوایي او توغندویي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button