ملګرو ملتونو د قرقیزستان پخوانۍ ولسمشره افغانستان کې خپله استازې ټاکلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۱ل)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قرقیزستان پخوانۍ ولسمشره “رازا اوتونبایوا” په افغانستان کې خپله استازې ټاکلې ده.

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي “انتونیو ګوترش” به د را روانې سې شنبې په ورځ په رسمي توګه دغه ګمارنه اعلان کړي.

د ګوتریش ویاند رسنیو ته ویلي، چې اغلې اوتونبایوا د مشرتابه، دیپلوماسۍ او د نړیوالو اړیکو په برخه کې ۳۵ کلنه کاري تجربه لري.

اغلې اوتونبایوا تر دې وړاندې د قرقیزستان د ولسمشرې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې او په ګرجستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه کار کړی دی.

اغلې اوتونبایوا د مسکو له دولتي پوهنتون څخه په فلسفه کې دوکتورا لري او په قرغیزي، روسي او انګلیسي ژوبو روانې خبرې کولې شي.

باید وویل شي چې اوسمهال په افغانستان کې د یوناما د دفتر مرستیال او الماني ډیپلومات “مارکس پوتزل” د دغه دفتر د سرپرست په توګه کار کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button