کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د هند لومړی وزیر د خپل هېواد له خوا د جوړې شوې جنګی بیړۍ پرانیسته وکړه.
اوس هند هم په هغو د ګوتو په شمېر هېوادونو کې شامل شوی، چې الوتکې لېږدونکې بېړۍ جوړوی.
لومړي وزیر “نریندرا مودي” د هند په جنوب کې د کښتیو جوړولو په کوچي نومې فابریکه کې د ((آی ان اس وکرانت)) نومې دا الوتکې لېږدونکې بېړۍ اوبو ته کښته کړه.
ده په دې ترڅ کې د وینا پر مهال وویل ،چې هند له دې تاریخي بریالیتوب سره د هغو څو پرمختللو هېوادونو په کتار کې دریدلی، چې جنګی الوتکې لېږدونکې بېړۍ جوړوي. ده وویل: ((وکرانت هند ته نوی اعتماد وربخښلی دی.))
باید وویل شي چې د دې ډول سترو الوتکو لېږدونکو بېړیو د جوړولو وړتیا تر اوسه یوازې امریکا، برېتانیا، روسیه، چین او فرانسه لري.
















