قاري عبدالستار سعيد
اې په سر ولاړ اسمانه ولې نه ژاړې په چيغو
بيا بې ژونده شوې جهانه ولې نه ژاړې په چيغو
بيا د لمر تندي شو ګونځې بيا سپوږمۍ تويوي اوښکې
د عالِم وير په عالَم شو بيا نړۍ تويوي اوښکې
يو ته پاته يې انسانه ولې نه ژاړې په چيغو
په دې شاړه زمانه کې د رجالو په قحطۍ کې
بل لارښود ستوري دې ولوېد په دې توره تروږمۍ کې
د صُفې سپينه کاروانه ولې نه ژاړې په چيغو
ها د بل جهان پرديس چې دلته څو ورځې ميلمه وو
نن يې رخت د سفر بار کړ حضرت شيخ وو علامه وو
مسافره طالب جانه ولې نه ژاړې په چيغو
که هر څو زړګي اوبه کړې دواړه سترګې فوارې کړې
دغه درد به انځور نه کړې که هرڅو سوې نارې کړې
د سعيد د قلم توانه ولې نه ژاړې په چيغو
بيا بې ژونده شوې جهانه ولې نه ژاړې په چيغو.